د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ لوبه
د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کمعمره ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بنګلهدېش ته د یوسلو او دوه منډو په توپیر ماته ورکړه
نننۍ سیالي چې په بنګلهدېش کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی توپوهنه ترسره کړه.په یاده لوبه کې افغان لوبډلې په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو دوه سوه او پنځه اویا منډې وکړې.په دې لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان سل منډې، لوبډلمشر محبوب خان شپږ اتیا، عزیزالله نیازي یودیش او عثمان سادات شپږ ویشت منډې وکړې.د بنګلهدېش له نولس کلنو کمعمره لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړای او په اته دیرشم اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوسلو او درې اویا منډې وکړې او د یوسلو او دوه منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایله او په دې سره لوبلړۍ یو – یو مساوي شوه.د یادونې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د روانې لوبلړۍ څلورمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.