سلګونه افغان سوداګریز کانټینرونه په پاکستان کې درول شوي
د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړلو وروسته د افغان سوداګرو اته زره کانټینرونه په پاکستان کې بند پاتې دي
دغه ادارې پرون په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره ولیدل ترڅو په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې او ننګونې وڅیړي.افغان سوداګرو په دې غونډه کې د سوداګرۍ وزیر ته وویل چې د افغان ټرانزیټي توکو نږدې اته زره کانټینرونه له پاکستان څخه د وتلو اجازه نه لري.په ورته وخت کې د افغان صادراتي توکو څلور زره کانټینرونه چې پاکستان ته روان وو هم په افغان خاوره کې بند پاتې دي.د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړې له امله نږدې یوه میاشت راهیسې تړلې دي، او دې مسلې تر اوسه پورې دواړو هیوادونو ته په لسګونو میلیون ډالر مالي زیان اړولی دی