عقرب 15, 1404 11:49 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ایران د بشردوستانه مرستې لیږد

د افغانستان په شمال کې له سختې زلزلې وروسته په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت اعلان وکړ چې د ایران د بشري مرستو لومړۍ جوپه اغیزمنو سیمو ته رسیدلې ده.

په دې مرستو کې د بې ځایه شویو لپاره درمل او خیمې شاملې دي، چې د بلخ او سمنګان ولایتونو سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوي دي.په مزار شریف کې د ایران اسلامي جمهوریت قونسل جنرال حمید رضا احمدي سمنګان څخه د لیدنې پر مهال له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د همکارۍ په دوام او د اړتیا په صورت کې د نورو مرستو په لیږلو یې ټینګار وکړ.د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ایکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې: د افغانستان شمال په ځینو برخو کې د ویجاړونکې زلزلې چې په پایله کې یې د هغه هیواد یو شمیر اتباعو ژوند له لاسه ورکړ او پراخه زیانونه یې رامنځته کړل د ژور غم او خواشیني وړ دید دوشنبې په شپه د افغانستان په شمال کې زلزلې چې اصلي مرکز یې د بلخ ولایت د خلم ولسوالي وه، د مزار شریف ښار او سمنګان ولایت ځینې برخې هم ولړزولې