ترکیه کې د کابل ــ اسلام آباد د مذاکراتو نوی پړاو
عقرب 15, 1404 11:36 Asia/Kabul
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند خبرې اترې به د سرپرست حکومت د استخباراتي ادارې د مشر عبدالحق وثیق او د پاکستان د استخباراتو د مشر په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې ترسره شي. په ورته مهال سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شپږو ټیلیفوني اړیکو راپورونه رد کړي دي