عقرب 13, 1404 16:53 Asia/Kabul

د افغانستان په شمال کې د ځمکرېږد د قربانیانو او ټپیانو شمېر زیات شوی دی. د بلخ او سمنګان سیمه ییزو چارواکو د مړو شمېر شاوخوا څلوېښت تنه تایید کړی دی. خو ملي تلویزیون وايي چې په دې پېښه کې اووه ویشت کسان وژل شوي دي. د ځمکرېږد د ټپیانو شمېر هم د اووه سوو او زرو ترمنځ ښودل شوی دی.