عقرب 13, 1404 16:48 Asia/Kabul
  • د اسراییل بندخونې څخه غزې ته د ۵ فلسطیني بندیانو لېږد

د غزې په تړانګه کې روغتیايي سرچینو اعلان وکړ چې تېره شپه د صهیونیستي رژیم له زندانونو څخه خوشې شوي پنځه فلسطیني بندیان د الاقصی شهیدانو روغتون ته لیږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه نور فلسطینیان لا هم د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې ساتل کیږي.په همدې حال کې د غزې په تړانګه کې د فلسطین روغتیا وزارت راپور ورکړ چې دوی د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له لارې د اسراییلو له رژیم څخه د پنځه څلویښتو فلسطینیانو پاتې شوني ترلاسه کړي دي.د اوربند د تړون له مخې د اشغالګرو ځواکونو لخوا د راستانه شویو جسدونو ټولټال شمیر دوه سوه اویا ته رسیدلی دی.مخکې له دې، سیمه ییزو چارواکو راپور ورکړی و چې ډیری بیرته راستانه شوي جسدونه د شکنجې او بد چلند نښې نښانې لري. دا ښیي چې اشغالګر ځواکونه هیڅ نړیوال قانون یا بشري حقونو ته غاړه نه ږدي.