تل ابیب کې کورني کړکېچ باندې د صهیونیستي رژیم اعتراف
عقرب 13, 1404 16:47 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم مشر اسحاق هرتزوگ د صهیونیست میشتو خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او خبرداری یې ورکړی چې داخلي اختلافات اسراییل د سقوط په درشل کې راوستي دي.
هرتزوگ وویل چې صهیونیست مېشتې ټولنې ته د نفرت او هڅونې د بیرته راستنیدو اندیښنې شتون لري، او اسراییل د یوې څنډې په درشل کې دی.د صهیونیستي رژیم مشر زیاته کړه چې د تاوتریخوالي نښې د کابینې کارمندانو ، اردو او امنیتي مشرانو او حتا د وزیرانو په ګډون په مختلفو بڼو کې لیدل کیږي.د دغه رژیم د لومړي وزیر په وړاندې ګواښونو او د مختلفو سیاسي اړخونو څخه د پارلمان غړو باندې لفظي بریدونو ته په اشارې سره، هغه وویل چې دا ننګونې کولی شي د اسراییلو بنسټونه له دننه څخه مات کړي.