عقرب 13, 1404 16:46 Asia/Kabul
  • ریاض کې د افغانستان او تاجیکستان فوټسال ملي ټيمونو لوبه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن ماسپښین د اسلامي هیوادونو د پیوستون په چوکاټ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجیکستان پر وړاندې لوبه وکړه.

د افغانستان ملي لوبډلې وکولای شول چې تاجکستان ته د پنځه پر نهه ګولونو سره ماتې ورکړي.د لوبې لومړۍ نیمایي د افغانستان په ګټه شپږ په دوه سره پای ته ورسیده.په دویمه نیمایي کې افغان ملي لوبډلې درې ګولونه ووهل او درې ګولونه یې وخوړل.افغان لوبغاړی سید مرتضی حسیني په خپل لومړي حضور کې درې ګولونه ووهل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.د اسلامي پیوستون فوټسال سیالۍ به د آسیا او افریقا د اتو مسلمانو هیوادونو په ګډون سره د څلورو ټیمونو په دوو ګروپونو کې ترسره شي.افغانستان په دوهم ګروپ کې ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای شوی دی. افغان فوټسال ملي لوبډله به د پنجشنبې په ورځ په خپله دویمه لوبه کې د ایران پر وړاندې لوبه وکړي.