د هانګ کانګ سیالیو کې د افغان کرکټ ملي ټیم ګډون
عقرب 13, 1404 16:25 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د هانګ کانګ په شپږ اوریزه سیالۍ کې په اووه کسیز ترکیب کې برخه واخلي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د نن ورځې د اعلان له مخې، دا ټورنمنټ به د جمعې په ورځ، د لړم په شپاړسمه پیل شي.افغانستان د ټورنمنټ په الف ګروپ کې نیپال او سویلي افریقا سره په یو ګروپ کې دی.د اعلان شوي مهالویش له مخې د افغانستان ملي لوبډله به د جمعې په ورځ په یوه ورځ کې د ګروپي پړاو دواړه لوبې وکړي.دغه ټورنمنټ چې په چټک او په زړه پورې شپږ اوریزه بڼه کې به ترسره شي، د افغانستان ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو لپاره به په نړیواله کچه د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره یو ښه فرصت وي.