عقرب 12, 1404 16:47 Asia/Kabul

یوې زورورې زلزلې د افغانستان شمال ولړزاوه. ویل کیږي چې مرکز یې د بلخ ولایت له مرکز مزار شریف څخه څو کیلومتره لرې د خُولم ولسوالۍ وه. د عامې روغتیا وزارت ویاند په یوه ویډيي پیغام کې ویلي چې د تېر ماښام په ځمکرېږد کې شل کسان مړه شوي او درې سوه شل نور ټپیان شوي دي.