په تېرو دوو لسیزو کې د ۱۳۰ خبریالانو وژل کیدل
د افغانستان خبریالانو مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په تیرو دوو لسیزو کې په هیواد کې یو سل او دیرش خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه سازمان ویلي چې په دې موده کې د دې وژنو له نوي سلنې څخه زیاتو عاملینو ته سزا نه ده ورکړل شوې.د افغان خبریالانو مرکز د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې دوی په تیرو څلورو کلونو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د حقونو د سرغړونې شپږ سوه څلوېښت قضیې ثبت شوي دي.د رسنیو دغه اداره وايي چې په یاده شوې موده کې په رسنیو باندې ډیری محدودیتونه لګول شوي او دا د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو ترمنځ د سانسور لامل شوی دی.تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په افغانستان کې د رسنیو آزادي د شرعي قانون او د افغانستان د لوړو ګټو پر بنسټ تضمین شوې ده.