عقرب 12, 1404 16:45 Asia/Kabul
  • خیبرپښتونخوا ایالت کې بمي چاودنه

د خیبر پښتونخوا ایالت پولیس وايي چې په دې ولایت کې په یوه چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې چاودنه د هنګو په سیمه کې هغه وخت وشوه کله چې د پولیسو کاروان له سیمې څخه تیرېده.هنګو د خیبر پښتونخوا ایالت یو له ناامنه سیمو څخه دی، چیرې چې وخت په وخت د ورته بریدونو راپور ورکول کیږي.دوه اونۍ وړاندې، په همدې سیمه کې د امنیتي پوستې په چاودنه کې د یو لوړ پوړي افسر په ګډون درې پولیس ووژل شول.هنګو سره یوځای، ډیره اسماعیل خان هم یو له هغو سیمو څخه دی چې ترهګر پکې فعال دي او د پاکستان امنیتي ځواکونه تل تر برید لاندې راولي.خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوه ولایتونه د هغو سیمو څخه دي چې په وروستیو کلونو کې یې تر ټولو ناامني لیدلې ده.