د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان اتلولي
عقرب 12, 1404 16:40 Asia/Kabul
افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ درې د صفر په وړاندې وګټله.د دغو دریو لوبو وروستۍ سیالي پرون وشوه چې افغانستان کوربه هېواد ته دوه سوه یووولس منډې هدف ورکړ.د زیمبابوې لوبډلې که څه هم په دفاع کې پر افغان لوبډلې فشار زیات کړی و او ښې منډې یې وکړې، خو د لوبې په وروستیو شیبو کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او افغانستان په یوولسو منډو لوبه وګټله.افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زیمبابوې څخه دوه نورې شل اوریزې لوبې هم ګټلې وې.