د ننګرهار ولايت اړوند تورخم دروازه تر دوه ویشت ورځو ځنډ وروسته يوازې د کډوالو پرمخ پرانیستل شوه.
عقرب 10, 1404 15:59 Asia/Kabul
د ننګرهار ولايت اړوند تورخم دروازه تر دوه ویشت ورځو ځنډ وروسته يوازې د کډوالو پرمخ پرانیستل شوه. راستانه شوي ګډوال بيا د ډيورنډ کرښې هغې لورته د لارې د بنديدو له امله د ګڼو ستونزو د ګاللو خبره کوي او زیاتوي چې په تیرو دوه ویشت ورځو کې ګډوال د شنه اسمان لاندې په سرکونو اوسیدل او هيڅ ډول خدمات ورته نه دي برابر شوي.