عقرب 10, 1404 15:57 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت ویاند په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته هیڅ ګواښ نشته او کابل تحریک طالبان پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې په افغان خاوره کې فعالیت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې کابل له پاکستان سره د تاوتریخوالي سوله ایز حل غواړي.