عقرب 10, 1404 15:53 Asia/Kabul
  • داعش څخه د پاکستان پر ملاتړ د المرصاد رسنۍ ادعا

د سرپرست حکومت استخباراتي ادارې پورې اړوند المرصاد رسنۍ په یوه راپور کې ادعا کړې چې د داعش د بندیانو د اعترافونو پر بنسټ، د پاکستان استخباراتي اداره او د دغه هیواد پوځ د دې ترهګرې ډلې غړي روزي او افغانستان ته یې لیږدوي.

راپور ټینګار کوي چې پاکستان له داعش څخه د ملاتړ غوښتنې په ردولو سره د افغانستان او سیمې بې ثباته کولو کې ښکاره رول لوبولی.المرصاد زیاته کړه چې په پاکستان کې د نامعلومو کسانو لخوا د داعش د غړو وژنه د دې ادعا یو بل ثبوت دی، او ټول شواهد او نښې ښیي چې د داعش د خوارجو ریښه او اصلي پناه ځای په پاکستان کې دی.