عقرب 10, 1404 15:52 Asia/Kabul
  • د افغاني غالۍ صادراتو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې مختلفو هیوادونو ته سږ کال په لاس جوړ شویو افغاني غالیو صادرات له اویا سلنې څخه زیات شوي دي.

د دې خونې د چارواکو په وینا په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو په راستنیدو سره په هیواد کې د دودیزو غالیو تولید زیات شوی او نړیوالو بازارونو ته صادریږي.افغاني لاسي غالۍ د خپل لوړ کیفیت او ډول ډول ډیزاینونو له کبله په نړۍ کې شهرت لري. د دې غالیو لویه برخه د هیواد په شمال او لویدیځ کې تولیدیږي.د شمیرو له مخې د هیواد په لویدیځ کې د غالیو اوبدلو په صنعت کې له څلور سوه زرو څخه ډیر خلک په کار بوخت دي.