عقرب 10, 1404 15:51 Asia/Kabul
  • اشغالګرو څخه د امریکا ملاتړ په اړه د حزب الله څرګندونې

د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېره شپه په یوه وینا کې وویل چې حزب الله به د امریکا ګواښونو ته تسلیم نشي.

هغه زیاته کړه چې امریکا بې طرفه منځګړی نه دی، بلکې د صهیونیستي رژیم ملاتړی دی. د حزب الله عمومي منشي وویل چې د واشنګټن هدف د لبنان د حاکمیت کمزوری کول او په سیمه کې د اشغالګر رژیم د پراختیا غوښتونکو پالیسیو ملاتړ کول دي.شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ چې مقاومت د لبنان لپاره یو قوي ټکی دی چې باید وساتل شي. هغه وویل چې ګواښونه به زموږ دریځونه بدل نه کړي او موږ به جبري ژمنې ونه منو.د لبنان د حزب الله عمومي منشي دا هم خبرداری ورکړ چې لبنان د امریکا د ظلم او د اسراییلو د دوامداره یرغل له امله په ریښتیني خطر کې دی.