عقرب 10, 1404 15:50 Asia/Kabul
  • سوډان کې د جنایتونو زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

ملګرو ملتونو د سوډان په فاشر ښار کې د پراخه ظلمونو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

دا ښار په دې وروستیو ورځو کې د اتلس میاشتو محاصرې او درنو بمباریو وروسته د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو لخوا ونیول شو.ویل کیږي چې وسله والو د فاشر د نیولو پرمهال وحشتناک او پراخ ظلمونه او قومي انګیزې لرونکي وژنې ترسره کړې دي.ملګري ملتونه وايي چې شاوخوا شپیته زره خلک له ښاره تښتیدلي دي.سوډان د دوه زره درویشتم کال په اپریل کې په کورنۍ جګړې کې ښکیل شو.جګړې د لوېدیځ دارفور په سیمه کې د قحطۍ او د نسل وژنې تورونو لامل شوی دی.