د زیمبابوې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي ټیم دوېیمه بریا
عقرب 10, 1404 15:48 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لړۍ په دویمه لوبه کې زمبابوې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې زمبابوې په نوولسم اوور کې د خپلو ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته افغانستان ته د یو سل او شپږ ویشت منډو هدف وټاکه.د هیواد د کرکټ ټیم په اتلسم اوور کې د دریو لوبغاړو له سوځیدو وروسته دا هدف ترلاسه کړ او سیالې لوبډلې ته یې د اووه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.دا په دې لړۍ کې د افغانستان دویمه بریا ده.وروستۍ لوبه به سبا د یکشنبې په ورځ ترسره شي او افغان لوبډله د خپلې پرېکنده بریا ټینګولو لپاره چمتووالی نیسي.