عقرب 08, 1404 17:27 Asia/Kabul
  • د استانبول مذاکراتو د دوام په تړاو راپورونه

لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د مذاکراتو ټیم لا هم په استانبول کې دی او دا له وخته مخکې ګڼي چې له پاکستان سره د سولې خبرې ناکامه اعلان شي.

رویټرز ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ ډیری اساسي مسلې حل شوي او یوازې یو څو محدودې مسلې پاتې دي.د راپور له مخې د ترکیې او قطر منځګړي هڅه کوي چې په راتلونکو ورځو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ نورې خبرې تنظیم کړي.دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت او پاکستان په رسمي ډول د دې خبرو ناکامي منلې او ویلي یې دي چې دا بهیر په ټپه ولاړ حالت ته رسیدلې ده.دواړه لوري یو بل له دې خبرو اترو څخه په ګوښه کیدو تورنوي.