د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي ټیم بریا
عقرب 08, 1404 17:22 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون چهارشنبې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د زیمبابوې لوبډلې ته د دري پنځوس منډو په توپیرماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د زیمبابوې په کوربه توب، په هرارې کې ترسره شوه، افغان لوبډلې یو سل او اتیا منډې کړې وې چې د زیمبابوې لوبډلې یوازې یو سل او اووه ویشت منډې وکړې. دواړه لوبډلې به دوه نورې لوبې هم وکړي. یوه یې سبا جمعه او بله هم د یکشنبې په ورځ پلان شوي دي. دواړه لوبډلې په هند او سریلانکا کې د راتلونکې فبرورۍ او مارچ میاشتوکې د شل اوره نړیوال جام لوبو ته چمتوالی نیسي.