د سیالۍ لپاره د افغانستان او ایران چمتوالی
عقرب 08, 1404 17:21 Asia/Kabul
د افغانستان د اوولس کلونو څخه کم عمره د فوټسال ملي لوبډله به نن د ځوانانو د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له ایران سره لوبه وکړي.
دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په اته نیمو بجو د بحرین په کوربهتوب پیلېږي.افغان لوبډله په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلې او په لومړي پړاو کې یې د درېیو پرلهپسې بریاوو او یو ویشت ګولونو په وهلو سره پایلوبې ته لار وموندله. د ایران لوبډله هم په اسیايي سیالیو کې ښه ځلېدلې او د دغه سیالیو د اتلولۍ مقام د ګټلو په تکل کې ده.په دغه سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، چین، بحرین، ایران، ټایلنډ، عربستان او قرغزستان لوبډلو ګډون کړی و.