د کډوالو لپاره ۴۰ زره کسیزه پنډغالی
عقرب 07, 1404 17:00 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت پلاوی وايي چې د افغانستان په لویدیځو پولو کې د کډوالو د استوګنې د وضعیت د ښه کولو لپاره به د څلویښت زره کسانو لپاره یو کمپ جوړ شي.
مخکې ویل شوي وو چې د اسلام کلا پولې په صفري نقطه کې د کډوالو د لنډمهاله استوګنې لپاره د نویو تاسیساتو جوړول په چټکۍ سره روان دي او ډیر ژر به په بشپړ ډول فعال شي.د یوولس زره کسانو ظرفیت لرونکي د دریو لویو تالارونو جوړول، او همدارنګه د نورو اړتیاوو لپاره خدماتو سره د پخلنځي جوړول، د کډوالو د لنډمهاله استوګنې لپاره پلان شوي کارونو څخه دي.په ورته وخت کې د تهران والي وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، شاوخوا څلور لک اویا زره کډوال له هیواده وتلي دي.