عقرب 06, 1404 16:37 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ د اوربند د خبرو اترو دوهم پړاو چې د شنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې پیل شو، تېره شپه بې پایلې پای ته ورسېد. ویل کیږي چې د دې خبرو اترو په جریان کې پاکستان له کابل څخه وغوښتل چې د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام وکړي، خو افغان پلاوي ټینګار وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان مسله له افغانستان سره تړاو نلري.