د هلمند حقابې په اړه د افغانستان او ایران خبرې اترې
عقرب 06, 1404 16:36 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن اخوندزاده سره لیدنه او خبرې اترې کړي دي.
په دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې د هلمند سیند څخه د ایران د اوبو د حقونو د تعقیب لپاره به د هلمند د اوبو د کمیسارانو درېشمه غونډه په نږدې راتلونکي کې په تهران کې ترسره شي.په افغانستان کې د ایران سفارت وویل چې په دې غونډه کې د هلمند د اوبو د حقونو، تخنیکي او حقوقي غونډو په اړه بحث وشو.په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل چې د پولې امنیت، حقابه او قضايي همکاري په اړه سلا مشورې وشوې.