سعودي عربستان ته د عامې روغتیا وزیر سفر
عقرب 06, 1404 16:34 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیرې نور جلال جلالي د یو پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته تللی.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سفر د سعودي عربستان په رسمي بلنه ترسره شوی او موخه یې د دواړو خواوو ترمنځ د روغتیایي همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا او د تجربو او ګډو هڅو تبادله ده.د مطبوعاتي اعلامیې له مخې ټاکل شوې ده چې جلالي د دې سفر په جریان کې د سعودي عربستان د روغتیا وزیر، د بل ګیټس بنسټ او ځینو خیریه سازمانونو استازو سره په جلا توګه وګوري.جلالي به د روغتیا په اتم نړیوال نندارتون کې هم برخه واخلي، چې په سعودي عربستان کې به د نړۍ د مختلفو هیوادونو د روغتیا سکتور متخصصینو او د نړیوالو سازمانونو استازو په ګډون ترسره شي.