د امریکا شخړو په اړه د ونزویلا ولسمشر څرګندونې
عقرب 06, 1404 16:32 Asia/Kabul
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي دي چې هیواد سره یې د امریکا د کړکیچونو زیاتوالی د مخدره توکو لپاره نه بلکه د وینزویلا د تیلو، ګازو او سرو زرو په اړه دی.
مادورو وویل چې د هغه هیواد د نړۍ ترټولو لوی د تیلو زیرمې لري او هیڅوک نشي کولی وینزویلا د نړیوالې انرژۍ معادلې څخه لرې کړي.هغه زیاته کړه چې وینزویلا د داخلي بې ثباتۍ او ناامنۍ له منظم کمپاین سره مخ دی.د وینزویلا ولسمشر د ټرینیډاد او توباگو لومړی وزیر واشنګټن سره د جوړجاړي په تور تورن کړی دی.