د آسیا سیالیو پایلوبې ته د افغان والیبال ملي ټیم لار موندنه
عقرب 06, 1404 16:32 Asia/Kabul
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د والیبال سیالیو په پنځمه لوبه کې کوربه لوبډلې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د درې پر یو پایلې په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.ملي لوبډلې له دې وړاندې په دغو سیالیو کې د نیپال او مالدیف پر وړاندې درې ـ صفر بریاوې ترلاسه کړې وې، خو د سریلانکا او ترکمنستان پر وړاندې یې ماتې منلې وې.د سریلانکا پر وړاندې د درې ـ دوه ماتې له امله افغانستان لس امتیازونه ترلاسه کړل او د نوملړ له مخې د پایلوبې پړاو ته ورسېد.افغان لوبغاړي به نن د ترکمنستان پر وړاندې لوبه وکړي.