عقرب 06, 1404 16:31 Asia/Kabul
  • افغان ورزشکاران په پاهایوت نړۍوال جام ښه ځلیدلي

د ایران په چابکسر ښار کې د پاهایوت رزمي لوبو اتم پړاو په لاره واچول شو

په دې سیالیو کې افغان لوبغاړو دوه د اتلولۍ کمربندونه، دوه د سرو زرو، درې د سپینو او یو د برونزو مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ د روانې لړم میاشتې په درېیمه نېټه پیل شوې، چې له نهو هېوادونو په‌کې شپیتو لوبغاړو برخه اخیستې ده.په ټیمي برخه کې ایران د اتلولۍ مقام وګاټه، عراق دویم او افغانستان بیا درېیم شو.همدارنګه افغان لوبڅار فیصل احمد صادقي ته د لوبو د تنظیموونکو له‌خوا د یادو سیالیو د غوره لوبڅار لقب ورکړل شو.