عقرب 05, 1404 16:22 Asia/Kabul
  • د چین سمندر کې د دوو امریکايي الوتکو لویدل

د امریکا پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ایف اتلس جنګي جیټ او یوه سی هاوک هلیکوپټر د الوتکې وړونکې بېړۍ څخه پورته د فعالیت پرمهال په سمندر کې نسکوره شوه.

د پېښې لامل او دا چې څنګه رامنځته شوه، د امریکا د دفاع وزارت رسمي چارواکو لا تر اوسه نه دي روښانه کړي.یوه هلیکوپټر او د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جنګي جیټ د یکشنبې په ورځ په دوو جلا پیښو کې د چین جنوب سمندرګي کې لویدلې ده.دا دواړه پیښې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسیا ته په خپل لومړي سفر وتلی او تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې د آسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ کلنۍ غونډې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري.