عقرب 05, 1404 16:19 Asia/Kabul
  • په کابل کې د ایراني پلاوي د خبرو اترو او بحثونو دویمه ورځ

په کابل کې د ایراني پلاوي د خبرو اترو او بحثونو دویمه ورځ چې مشري یې کاظم غریب ابادي کوي افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې پیل شوه.

دواړو خواوو د سرپرست حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزیر "نورالله نوري" په شتون کې د سرحدونو په اړه بحث وکړ.په دې غونډه کې، دواړو خواوو د سرحدي ستونزو او د هغوی د حل لارو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.ویل کېږي چې د ایراني پلاوي او د سرپرست حکومت چارواکو د انساني قاچاق سره د مبارزې، د غیرقانوني سرحدي تیریو مخنیوي، د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي، د سرحدي همغږۍ او د هر ډول سرحدي غلط فهمۍ مخنیوي په اړه بحث وکړ.