هلمند کې د برښنا د دوو پروژو پرانیسته
عقرب 05, 1404 16:18 Asia/Kabul
د هلمند ولایت چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د څلوېښت میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د افغانستان د بریښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر وویل چې دا دوه پروژې به د هلمند په ګرشک کې اووه زره کورنیو او فابریکو ته بریښنا چمتو کړي.هغه وویل چې د یو سل او لس کیلو واټه بریښنا مزي به د هلمند له سنګین ولسوالۍ څخه د کندهار تر میوند ولسوالۍ پورې وغځول شي.عمر وویل: "موږ اته میاشتې وړاندې په دې پروژه کار پیل کړ او نن، د خدای شکر دی، موږ په بریالیتوب سره دا پرانیسته او په فعالیت یې پیل وکړ."د افغانستان بریښنا شرکت وویل چې د روان کال تر پایه پورې به په هلمند او کندهار ولایتونو کې د بریښنا شبکو په پراختیا کې پنځه ملیارده افغانۍ پانګونه وشي.