عقرب 05, 1404 16:17 Asia/Kabul
  • د لومړي ځل لپاره د رېل پټلۍ له لارې د ډیزل تیل واردیدل

د ډیزل تیلو باندې بار لومړی ریل چې شل واګونونه دولس سوه شل ټنه وزن یې درلود هرات - خواف څخه د هرات ولایت روزنک تمځای ته ورسیدل.

د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند "اشرف حق شناس" وویل چې د ټولګټو چارو وزارت هڅه کوي چې د پروژو په پلي کولو او په افغانستان کې د ریل پټلۍ شبکې پراخولو سره د سوداګرو د ترانسپورت لپاره مناسب شرایط او ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.د روان کال د وري په لومړیو کې د خواف-هرات د ریل پټلۍ له لارې اروپا ته لومړنۍ جوپه واستول شوه. په دې بار کې وچې میوې شاملې وې چې ارزښت یې یو میلیون دوه سوه زره ډالر و او بیا ترکیې او بیا اروپا ته واستول شوې.