عقرب 05, 1404 16:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان د صادراتو لپاره د بدیلې لارې لپاره هڅې

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې دوی هڅه کوي د افغانستان د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي.

هغه وویل چې لارې بندې دي او افغان محصولات نه صادریږي، او له بلې خوا له پاکستان څخه ټرانزیټ لاهم بند دی. موږ هڅه کوو چې معقول بدیل لارې رامینځته کړو، ان شاء الله ترڅو افغان محصولات په سیمه کې مناسب بازار ومومي. موږ د تیرو څلورو کلونو راهیسې د دې هدف لپاره کار کوو او اوس یې دا هڅې ګړندۍ کړې دي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د پنځلسو ورځو تر تړل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو لپاره ډیری اقتصادي ستونزې رامینځته شوي دي.د افغانستان-پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې اجرایوي رییس نقیب الله صافی وايي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډون د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ خونې حکومتي چارواکو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره دا ننګونه حل کړي.