عقرب 03, 1404 16:40 Asia/Kabul
  • د ریلي همکارۍ پراختیا لپاره د افغانستان،ترکیې او ایران هوکړه

د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت د ریل پټلۍ په سکتور کې د همکارۍ د پراختیا لپاره ترکیې او ایران سره د یوې هوکړې خبر ورکړ.

د ټولګټو چارو وزارت مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په ترکیه کې د ریل پټلۍ نړیوالې ټولنې د شپږدیرشمې سیمه ییزې غونډې په څنډه کې د دې هیواد او ایران له چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.په دې غونډه کې د ریل پټلۍ او د سوداګریزو توکو د لیږد له لارې د افغانستان، ایران او ترکیې د نښلولو اهمیت په اړه بحث وشو.ترکي چارواکو وویل چې ګډې همکارۍ سره به دوی وکولای شي د ترکیې او ایران ریل پټلۍ د افغانستان له لارې چین ته وصل کړي.د ټولګټو چارو وزارت وویل چې د هرات-مزار شریف د ریل پټلۍ د جوړولو پروژه د دریو هیوادونو ګډې همکارۍ سره د پیل کولو او د ترکیې، ایران او افغانستان د مالي، تخنیکي او بشري سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه هوکړه شوې ده.