عقرب 03, 1404 16:38 Asia/Kabul
  • ګروسي ته د ایران ، روسیې او چین ګډ لیک

د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د ایران، چین او روسیې استازو د دې ادارې عمومي رییس رافائل گروسی ته یو ګډ لیک ولیکه.

په داسې حال کې چې په لیک کې د سنپ بک فعالولو لپاره د دریو اروپایي هیوادونو اقدام غیرقانوني بلل شوی، ویل شوي چې د دوه زره دوه سوه یو دیرشم پریکړه لیک ټولې مادې د اکتوبر په اتلسمه نیټه پای ته رسیدلي او پدې برخه کې د نورو اقداماتو اړتیا نشته.تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې ټینګار کړی و چې د پریکړه لیک ټولې مادې پای ته رسیدلي دي.