عقرب 03, 1404 16:37 Asia/Kabul
  • ونزوئلا ته نږدې په یوې کښتۍ د امریکا برید

د امریکا د جګړې وزیر اعلان وکړ چې هیواد یې وینزویلا ته نږدې په کاراییب سمندر کې په یوه کښتۍ برید کړی دی.

پیت هِگسِت ادعا وکړه چې کښتۍ د مخدره توکو قاچاق کاوه. ویل کیږي چې په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.د امریکا د جګړې وزیر ویلي چې موږ به د مخدره توکو قاچاق کونکو سره د القاعدې په څیر چلند وکړو.په کاراییب کې د امریکایي سرتیرو د ځای پرځای کولو له امله د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.سي ان ان علان کړی چې د امریکا ولسمشر د وینزویلا دننه په هدفونو بمباري کولو په اړه غور کوي.په ورته وخت کې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د وینزویلا د بې ثباته کولو لپاره د امریکا د رواني جګړې د روان کمپاین په اړه ټینګار وکړ چې امریکا به د تل په څیر ناکامه شي.نیکولاس مادورو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې له هیواد سره یې د احمقانه جګړې په لټه ونه اوسي.