عقرب 03, 1404 16:34 Asia/Kabul
  • د ازبیکستان پر وړاندې د افغان ۱۷ کلنو فوټسال ملي ټیم بریا

د افغان اوولس کلنو ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې په اسیایي لوبو کې په خپله لومړۍ لوبه کې ازبیکستان ته لس پر دوه ماتې ورکړه.

د بهروز جعفري لوبډلې لومړۍ نیمایي د درې پر صفر مخکښۍ سره پای ته ورسوله او په دویمه نیمایي کې یې اووه ګولونو سره خپل ځواک وښود.افغانستان، چې د سیالۍ لپاره یې ښه پیل درلود، بحرین، ازبیکستان او چین سره په یو ګروپ کې دی.افغان ځوانان اوس لوړې روحیې سره په سیالۍ کې د خپلو راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.د آسیا د ځوانانو لوبې یو له لویو څو سپورتي سیالیو څخه دی چې هر څلور کاله وروسته د آسیا د اولمپیک شورا تر څار لاندې ترسره کیږي.