ترکمنستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ترکمنستان ته د یاد وزارت د وزیر نورالدین عزیزي د سفر خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نورالدین عزیزي د اقتصادي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د نفتو او ګازو په دیرشم نړیوال نندارتون او کنفرانس کې د دې هیواد په رسمي بلنه ګډون وکړ.ویل کیږي چې دا کنفرانس د لوړ پوړو چارواکو، متخصصینو او د نړیوالو شرکتونو د استازو په شتون کې په عشق آباد ښار کې ترسره شو.د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزارت دا نندارتون د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او انرژۍ همکارۍ د پراخولو لپاره یو مهم فرصت وباله.ویل کیږي چې د دې پروګرام په جریان کې عزیزي له یو شمیر بهرنیو چارواکو او پانګوالو سره لیدنه او خبرې وکړې او د اقتصادي اړیکو پراختیا، د تیلو، ګازو او اړوندو صنعتونو کې د پانګونې زیاتوالي او ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.