ازبیکستان څخه د وارداتي برېښنا د پرچاوۍ دوام
عقرب 01, 1404 17:27 Asia/Kabul
د یوې اونۍ په تيرېدو سره لا هم ازبیکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا نه ده نښلول شوې چې له امله یې د هیوادوالو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې انجنیران یې مزي ترمیموي خو تر اوسه په بشپړه توګه د برېښنا بیا نښلولو کې بریالي شوي نه دي.کابل ته ورکړل شوې برېښنا اوس نیمایي ته راټیټه شوې ده.تیره اونۍ د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې له ازبیکستان څخه وارد شوی دوه سوه شل ولټه برېښنا لیږدونکی مزی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي برخه کې مات شوی او د برېښنا تار د آمو سیند ته لوېدلی دی.د دې مزي په اوږدو کې دیارلس ولایتونه اغیزمن شوي دي، چې ډیری یې سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر او کابل ولایتونه دي.په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست کې هم د برېښنا ویش له نیمایي څخه کم شوی دی.