خطر سره د مخ افغان کډوالو نه ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه
عقرب 01, 1404 17:25 Asia/Kabul
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ادارو او د کډوالۍ چارواکو ورته ویلي هغه افغانان چې په افغانستان کې له خطرناکو شرایطو سره مخ دي، له خپل هیواده ونه باسي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بشري حقونو فعالین، پخواني دولتي کارمندان، سیاسي شخصیتونه، هنرمندان او مذهبي اقلیتونه د هغو کسانو په ډله کې دي چې له هیواده به ونه ایستل شي.د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا بې ساري بیان خپور کړ او وویل چې دا امر ټولو ولایتونو او مختلفو سیمو ته لیږل شوی دی.د بشري حقونو سازمانونو پخوا په وار وار د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې هغه افغانان چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی، له خپل هیواده ونه باسي.خو په تېرو کې په ټول هیواد کې د افغانانو د اخراج په برخه کې دا غوښتنې د پاکستان حکومت لخوا په پام کې نه دي نیول شوي.