عقرب 01, 1404 17:23 Asia/Kabul
  • د قاچاقي سفر په تور د یو شمېر کسانو نیول کیدل

د سرپرست حکومت سرحدي ځواکونو د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د لسو قاچاقبرو په ګډون د شپږ اتیا کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان په لویدیځ کې د سرپرست حکومت دوه سوه اووه الفاروق قول اردو ویلي چې دا کسان د ګلران ولسوالۍ په "دوآب" سیمه کې د دویم ټولي، لومړۍ کنډک، لسمې سرحدي لوا ځواکونو لخوا د هدفي عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي، پداسې حال کې چې دوی هڅه کوله په غیرقانوني ډول له پولې څخه تیر شي.د قول اردو په وینا دا اقدام د سرحدي امنیت ډاډمنولو او د انساني قاچاق او ناقانونه تیریدو مخنیوي لپاره شوی دی.نیول شوي کسان د لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.په افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت او د بې کارۍ ستونزې له هیواد څخه د پراخه غیرقانوني کډوالۍ لامل دي.