عقرب 01, 1404 17:22 Asia/Kabul
  • زیمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د ټیسټ لوبه د درې اویا منډو په توپیر وبایلله.

هغه لوبه چې څو ورځې یې دوام وکړ خو افغان لوبغاړو ونشو کولای چې په لوبه کې ښه وځلېږي.افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې په دوه دېرشو اورونو کې خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او یوازې یو سل او اوه ویشت منډې یې جوړې کړې.په دې لوبه کې رحمان الله ګربز اوه دېرشو منډو سره د غوره افغان توپ وهونکي په توګه وپیژندل شو.د زمبابوې ملي لوبډلې هم په لومړۍ پاڼۍ کې په یو سل او درې اورونو کې درې سوه او نهه پنځوس منډې جوړې کړې.په دوهمه پاڼۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف ترلاسه نه کړ او په درې څلویښتم اوور کې یې خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او یوازې یو سل او نهه پنځوس منډې یې جوړې کړې.