د دوحې تړون په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې
میزان 30, 1404 16:57 Asia/Kabul
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کوي چې له افغانستان سره د تړون دوام مشروط دی او د کابل لخوا د دغه حکومت ضد ځواکونو په کنټرول پورې اړه لري. خو د سرپرست حکومت سفارت چارسمبالي سهیل شاهین وویل چې کابل هیڅکله د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نه دی کړی.