افغانستان کې د شدیدې وچکالۍ په اړه خبرداری
میزان 30, 1404 16:57 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې سږ کال په افغانستان کې بارانونه له اوسط څخه ډېر کم وو، چې په هېواد کې یې د وچکالۍ خطر زیات کړی دی.
اوچا وویل چې اوسنی وضعیت د دوه زره اتلسم کال وچکالۍ سره ډېر ورته دی، چې په ترڅ کې یې له درې لک څخه زیات خلک له خپلو سیمو څخه کډوالۍ ته اړ شوي وو.اوسمهال په میلیونونو افغانان لا دمخه د خوړو د خوندیتوب له بحران سره مخ دي.اوچا وویل چې په د افغانستان ختیځ کې مرګوني ځمکرېږد، سیلابونه او له ګاونډیو هیوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو راستنیدل د دې سازمان لپاره د بشري مرستو لپاره د تمویل سخت کمښت سره مخ کړی دی، چې ستونزې یې زیاتې کړي دي.