میزان 30, 1404 16:56 Asia/Kabul
  • د یونسکو لخوا د عبدالغفور عابد شهادت غندل

د یونسکو عمومي منشي د افغانستان د ملي تلویزیون د خبریال عبدالغفور عابد شهادت وغانده.

دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې خبریال شهادت، چې د سرپرست حکومت او پاکستاني پوځ ځواکونو ترمنځ د نښتې پرمهال رامنځته شو، د نړیوالو ژورنالیستیکو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.هغه د دې افغان خبریال د مړینې په اړه د بشپړې او شفافې پلټنې غوښتنه وکړه.شهید عبدالغفور عابد تیره چهارشنبه د خوست ولایت په ځاځي ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتې د پوښښ پرمهال په ډزو ووژل شو.په دې نښته کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د خپرونو مدیر نواب ارمان او د هغه موټر چلونکی هم ټپیان شولپه خوست کې د سرپرست حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند، مستغفر ګربز وویل چې دا خبریالان په قصدي ډول د پاکستاني پوځیانو لخوا په نښه شوي دي.