میزان 30, 1404 16:55 Asia/Kabul

د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي په بیرجند کې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو نندارتون د پای مراسمو کې وویل چې د دې مهمې اقتصادي غونډې پایلې به په راتلونکو میاشتو کې د ګډو اقتصادي ملګرتیاوو په بڼه، په ځانګړې توګه د کرنې، کانونو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخو کې څرګندې شي.