میزان 30, 1404 16:50 Asia/Kabul
  • هند په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ

په افغانستان کې د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې هیواد یې "په کلکه ژمن دی چې له افغانستان سره د ګډو ګټو په ټولو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي".دغه وزارت وویل چې په کابل کې د هند سفارت اراده لري چې د افغانستان د خلکو د لومړیتوبونو او هیلو سره سم د افغانستان په جامع بیارغونه، بشري مرستو او د ظرفیت لوړولو پروګرامونو کې لوی رول ولوبوي.دا پریکړه هند ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي له سفر وروسته وشوه.د دې سفر په جریان کې متقي د یاد هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له یو شمیر لوړ پوړو هندي چارواکو سره ولیدل، او دا د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره یوه پیلامه ده.