میزان 30, 1404 16:49 Asia/Kabul
  • بدخشان ولایت کې زوروره زلزله وشوه

بدخشان څخه راپورونه د یوې نسبتاْ زورورې زلزلې خبر ورکوي.

ویل کیږي چې د ځمکرېږد ټکانونه په پلازمینه کابل کې هم احساس شوې ده.د ځمکرېږد شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه یو ښودل شوی او مرکز یې د هندوکش غرونو کې د دوه سوه څلور څلوېشت کیلومتره ژوروالي کې و.د ځمکرېږد تر ټولو نږدې ځای د اشکاشم ولسوالي وه، چې د بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد څخه دوه څلوېښت کیلومتره لرې ده.د افغانستان ختیځ د زلزلې لپاره حساسه سیمه ګڼل کیږي او وخت په وخت د داسې پیښو راپور ورکول کیږي.تر ټولو سخت ځمکرېږد تیره میاشت په کنړ ولایت او څو نورو ختیځو ولایتونو کې وشوه، چې له زرو څخه ډیر خلک یې ووژل.